Home » افغانستان » کرملېن د افغانستان په اړه د ضمير کابلوف وروستۍ څرګندونې رد کړې

کرملېن د افغانستان په اړه د ضمير کابلوف وروستۍ څرګندونې رد کړې

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين وياند ديميتري پسکوف د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف هغه څرګندونې رد کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې په اړه يې کړې وې.

نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲۵مه) يوه خبري کنفرانس ته په دې اړه وويل، چې روسيه په اوس کې د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې په تړاو هېڅ پلان نه لري او مسکو په دې تړاو هېڅ مثبته دريځ نيونه هم نه ده کړې.

پسکوف زياته کړې، چې د روسيې له لوري د افغانستان اوسني حکومت په رسميت پېژندل خورا لرې خبره ده او له طالبانو سره د روسيې اړيکه بيا په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په موخه د يوه مجبوريت له امله ده.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي وو، چې روسيه ممکن د خپلو وضعه کړو شرايطو له مخې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت وپېژني.

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو نږدې ۱۰ مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه د هېڅ کوم هېواد له لوري يې سرپرست حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...