د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اينډيا ټوډۍ India today ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون شنبه د (زمري په ۲۲مه) خپره شوې د تېر يو کال په جريان کې د افغانستان عمده ستونزو يادونه کړې.
نوموړي ويلي، که څه هم په افغانستان کې جګړې نشته او د تېر کال په ترڅ کې له هيڅ کوم لوري څوک نه دي وژل شوي؛ خو په خبره يې په دې موده کې افغانستان يو لړ سختې ستونزې هم تجربه کړي دي.
کرزي زياته کړې، چې له هېواد څخه د لوستو ځوانانو کډوالي، اقتصادي ناورين، د افغانستان د شتمنۍ کنګل او د بنسټونو سقوط کېدل هغه عمده ستونزې دي، چې واک ته د طالبانو له بيا ځلي رسېدو وروسته افغانستان په يوه کال کې تجربه کړې.
نوموړي ويلي، يو هوسا او خوښ افغانستان هغه وخت ممکن دی چې د زدهکړو ترڅنګ يې ښځې او نر اوږه په اوږه کار وکړي او ترڅنګ يې حکومت وکولی شي، چې د خپلو خلکو هيلې او غوښتنې پوره کړي.
که څه هم په دې وروستيو کې د امريکا يو شمېر برحاله او پخوانيو چارواکو د افغانستان د راتلونکي په اړه ناسمې فرضيې مطرح کړي، خو له اينډيا ټوډۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې حامد کرزي د افغانستان راتلونکي ته هيلهمندي ښودلې.
نوموړي ويلي، که څه هم د اوسني حکومت ځينې پاليسۍ لکه د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل ناسم دي، خو تمه لري چې دا هرڅه به يوه مثبت لوري ته بدلون ومومي.
کرزي يو وار بيا د نجونو له لوري پر زدهکړو ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې، چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي ژر تر ژره بېرته پرانيستل شي.