Home » افغانستان » کرزی: په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين لپاره مذاکراتو ته اړتيا ده

کرزی: په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين لپاره مذاکراتو ته اړتيا ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي يو وار بيا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامين ټيینګار کړی او زياته کړې يې ده، چې په دې برخه کې د هڅو زياتوالی مهم او حياتي دی.

نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره د ليدنې پرمهال کړي دي. کرزي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په ياده ليدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامين لپاره د خبرو‌ اترو پر ضرورت ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز د افغانستان له خلکو سره د ترکیې همکاري په ځانګړې توگه افغان ځوانانو ته د زده‌کړو زمینې د برابرولو او د تحصیلې بورسونو د ورکړې له امله مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا هیله یې څرگنده کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د دوامداره کېدو په موخه، د يوه ګډه او افغاني ډيالوګ د پيلولو غوښتنه کړې ده.

د نوموړي دا غوښتنه د عامو خلکو له هرکلي سره مخ شوې او له اسلامي امارت يې غوښتي، چې د پايدارې سولې او ثبات په موخه دې د افغانستان له بېلابېلو اقشارو سره د مذاکراتو درېدلی بهير بيا پيل کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...