د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست او کونړ د پاکستان جېټ الوتکو بمبار غندلی او ويلي يې دي چې دا کار د بشر ضد جنايت، د افغانستان ملي حاکميت نقض او دغه راز د ټولو نړيوالو منل شوو نورمونو خلاف عمل دی.
نوموړي پرون ماښام د (وري په ۲۷مه) خپل فېسبوک او ټوېټر کې پر پاکستان غږ کړی څو د ترهګرۍ د له منځه وړلو په موخه چې افغانان يې له مودي راهيسې قرباني شوي، خپلو پاليسو کې بدلون راولي.
له دې سره د افغانستان سرپرست حکومت هم پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونه غندلی او ټينګار يې کړی چې نوموړی هېواد دې په راتلونکي کې له ورته اقدام لاس واخلي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پرون ماښام ويلي، چې پاکستان دې په ورته مسايلو کې د افغانانو حوصله نه ازمويي او په خبره يې که په راتلونکي کې داسې تېروتنې تکرار شي، بدې پايلې به ولري.
د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د ياد هوايي بريد له امله څه باندې ۴۰ تنه او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ په ورته بريد کې بيا ۶تنه عام کسان وژل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې پاکستاني جېټ الوتکې د افغانستان خاورې ته دننه کېږي او پر ملکي وګړو بمبار کوي.