Home » افغانستان » کرزی: له ملي مشارکت او د ښځو له ګډون پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی

کرزی: له ملي مشارکت او د ښځو له ګډون پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲مه) له يو شمېر ښځينه فعالانو سره ليدلي او د يادې ليدنې پرمهال د ښځو د کار او زده‌کړو پر بهير خبرې شوي دي.

د يادې د ليدنې پرمهال ښځينه فعالانو د ميرمنو د کار حق پر خونديتوب او دغه راز د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر بيا پرانيستو ټينګار کړی دی.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ميرمنو د کار او زده‌کړو حق ته په اشارې سره ويلي، چې له ملي مشارکت او د ښځو له ونډې پرته په افغانستان کې پرمختګ ناشونی دی.

نوموړي زياته کړې، چې له لوږې او بېوزلۍ څخه د افغانستان د ژغورلو او د پرمختګ يوازېنۍ لار د زده‌کړې او له نارينه‌وو سره اوږه په اوږه ښځو ته د کار کولو حق ورکول ډېر حياتي دی.

پخواني ولسمشر کرزي يو وار بيا د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو پر پرانيستو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې ژر دې په دې برخه کې معقوله پرېکړه وشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...