پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا له CNN ټلوېزيون سره په مرکه کې د اوسني حکومت يو شمېر عمده مسووليتونو ته اشاره کړې او ټينګار يې کړی، چې دغه حکومت بايد د افغانان پر وړاندې خپل مسووليت ترسره کړي.
نوموړي ويلي، چې حکومت دې له هېواد څخه د باندې د تللو هغه کسانو او متخصصانو د راستنولو په موخه د باور فضا يو وار بيا رامنځته کړي، چې په مالي او مديريتي برخو کې مسلکي دي او په دې توګه دې د هغو کسانو د تګ مخه هم ونيسي، چې دا مهال له هېواد څخه د وتلو په هڅه کې دي.
کرزي ټينګار کړی چې اوسنی سرپرست حکومت دې خلکو ته د اقتصادي ستونزو حلولو په موخه د دولتي او خصوصي سکټورونو په چوکاټ کې د کار کولو ډاډ ورکړي او د نوموړي په باور، د حکومت له لوري په دې کار سره امريکا د افغانستان شتمنۍ د کنګل ساتلو پلمه نه شي لرلی.
کرزي ويلي، چې افغانان د ترهګرۍ له امله وژل شوي، زيانمن شوي او ځورول شوي دي او پر دې سربېره بيا هم د امريکا له لوري د افغانانو شتمنۍ د سپټمبر يوولسمې پيښې قربانيانو ته د غرامت په توګه ورکول، يو ناسم کار دی.
پخواني ولسمشر د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې عملي کول هم مهم بللي او ويلي يې دي، چې امريکا او طالبان بايد د يادې هوکړې د عملي په موخه د اړخونو په توګه عمل وکړي.
حامد کرزی ادعا کوي، چې د امريکا له لوري کنګل شوي شتمني د نوموړي حکومت پرمهال ترلاسه شوې؛ خو په خبره يې دا پيسې اوس د هيڅ کوم حکومت نه بلکې د افغانستان د خلکو مالکيت دی.
کرزی له سياېناېن سره په مرکه کې د خپل راتلونکي سياسي مشارکت اړه هم غږېدلی او ويلي يې دي، په افغانستان کې يې ۱۴ کاله چې کافي موده، په دولت کې تېره کړې او زياتوي چې دامهال د يوه عام وګړي په توګه د افغانسان پر وړاندې مسوول دی.
نوموړي وايي، نه غواړي چې په راتلونکې کې د حکومت برخه شي او يا هم کوم سياسي اړخ رهبري کړي؛ خو زياتوي چې د يوه عام وګړي په توګه به له نورو افغانانو سره په ګډه د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.
هغه د افغانستان په مسئله کې د سيمې هېوادونه پر بې تفاوتۍ تورن کړل او وايي، چې د سيمې هېوادونو د افغانستان په مسئله کې خپل مسووليت په هغه ډول نه دی ترسره کړی، څنګه چې يې تمه کېده.
کرزی زياتوي چې د سيمې هېوادونه د افغانستان پر مسايلو کې مهم رول او غېز لري او له همدې کبله بايده دي چې ټول د خپل شريک مسووليت له مخې رغنده رول ترسره کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې پاکستان هم مخاطب کړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د وژلو، د کمزوري افغانستان او دغلته د بي ثباتۍ د دوام پر اساساتو د پاکستان ولاړ تفکر د نوموړي هېواد په ګټه نه دی؛ ځکه د کرزي په خبره د پاکستان دې پاليسۍ د تېر کلونو پرمهال پر نوموړي هېواد سختې اغېزې کړي.