Home » افغانستان » کرزی: طالبان دې له تعليم د افغانستان بې‌ برخې کولو طرحې د تطبيق مخنيوی وکړي

کرزی: طالبان دې له تعليم د افغانستان بې‌ برخې کولو طرحې د تطبيق مخنيوی وکړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سرپرست حکومت له لوري د نجونو ښوونځيو د نه پرانيستل کيدو له امله خواشيني ښودلې او ټينګار يې کړی چې د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانيستل شي.

نوموړي په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې ويلي، سرپرست اسلامي حکومت دې د افغان ولس له هيلو سره سم د پرمختللي افغانستان په موخه، د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستې وساتي.

کرزي زياته کړې چې حکومت دې د هغو پرديو طرحو د تطبيق مخه ونيسي، چې غواړي د افغانستان نوی نسل له زده‌کړو بې برخې او نالوستی کړي.

د نجونو پر مخ د ښوونځي دوازې د بندښت دوام په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه، په ملي او نړيواله کچه له توندو اوا سختو غبرګونونو سره مخ ده.

دې کار عام ولس خوابدی کړی او له حکومت غوښتنه کوي، چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې دې د ولس له ارادې سره سم چلند وکړي او هر څه دې په خپل زړه نه جوړوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...