پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون شنبه د (لړم په اوله) د پکتيا له قومي مشرانو سره ليدلي او په دې ليدنه کې د نجونو پر زدهکړو او دغه راز په هېواد کې پر تلپاتې سولې او ثبات خبرې شوي دي.
د پکتيا قومي مشرانو له حامد کرزي غوښتي، چې د نجونو پر مخ دې له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو پرانيستي په برخه کې هڅې وکړي.
په دې کتنه کې قومي مشرانو د هېواد د پرمختگ لپاره د تعلیم پر ضرورت ټينګار کړی او د نجونو د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه یې کړې.
دوی دغه راز په هېواد کې د ملي يووالي او اتفاق د لاټینگښت او پياوړتيا غوښتنه هم کړې ده.
له دې سره پخواني ولسمشر حامد کرزي تعلیم د ټولنې د هوساینې او ترقۍ لامل وګڼه او د نجونو د متوسطې او لیسې ښوونځیو پر سملاسې پرانیستو يې ټينګار وکړ.
نوموړي د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستو ترڅنګ پر دې هم ټينګار کړی، چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د ملي مذاکراتو پیل يوه اړتيا ده.
حامد کرزي له دې وړاندې هم په وار وار ويلي، چې د دايمي سولې او ثبات لپاره بايد د افغانانو ترمنځ ملي ډيالوګ پيل شي او په دې توګه دې په واحده توګه يو متحکم دولت رامنځته شي.