پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ديني عالمانو ترسره شوې غونډې ته په غبرګون کې ويلي، چې ياده غونډه د ط.البانو خپلمنځي ناسته وه او نه شي کولی چې د ټول ولس استازولي وکړي.
نوموړي له العربيه ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې، چې پرون سېشنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) خپره شوې د ديني عالمانو غونډه له دې کبله چې ډېری طالب چارواکي يې برخهوال وو، د يادې ډلې خپلمنځي غونډه بللې.
کرزي زياته کړې، چې د ولس استازولي لويه جرګه کولی شي او په خبره يې د اوسني سرپرست حکومت په رسميت پېژندل هم يوازې او يوازې د همدې جرګې له لارې ممکن دي، چې په ترکيب کې يې د هېواد ټول اقشار شامل دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له هېواد څخه د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني وتل هم د ستونزو او ننګونو زېږنده بللي او زياته کړې يې ده، چې د غني په وتلو سره د امنيتي، دفاعي او کشپي بنسټونو په شمولو ټول نظام هم وپاشل شو.
هغه زياته کړې چې له هېواد څخه د محمد اشرف وتلو ځينو هېوادونو ته دا فرصت په لاس ورکړ، چې له افغانستان سره د اصولو خلاف د خپلې خوښې چلند وکړي او ان په خبره يې په دې ترڅ کې، د افغانستان بانک شتمني هم کنګل شوه.
کرزي ويلي، د واک قانوني موده يې بشپړ کړې او په سولهييز ډول يې واک لېږدولی نو له همدې کبله نه غواړي چې بېرته واک ته را وګرځي.