Home » افغانستان » کرزي؛له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
رویداد خبري آژانس

کرزي؛له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

د افغانستان د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلفوني خبرې کړې دي.

د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري نن پنجشنبه (د چنګاښ۲۴مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې د جدي او اغېزمنو خبرو د بیا پیل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نېکو او حسنه روابطو د ایجاد په اړه د نظر تبادله شوې او په همدې موخه عمران خان پخواني ولسمشر ته، پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

حامد کرزي د عمران خان د بلنې مننه کړې او د دواړو هېوادو ترمنځ یې د ښو او متمدنو اړیکو ټینګېدل د دواړو ملتونو په ګټه بللي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...