د پښتونخوا او قبايلي سيمو فعالان ادعا کوي چې د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ کې پاکستاني پوليسو د جنوبي وزیرستان يو تنکی ځوان په ډزو وژلی دی.
د وژل شوي ځوان نوم ارسلان مسيد ښودل او د فعالانو په خبره نوموړی په ښوونځي کې د ۱۲م ټولګي زدهکوونکی و. د اسلان کورنۍ ويلي چې نوموړی تېر ماښام د (لېندۍ په ۱۵مه) د کراچۍ له بلديه ښارګوټي څخه درس ته روان و چې په لاره کې پوليسو پرې له کوم دليل پرته ډزې کړې او وژلی يې دی.
فعالانو ټينګار کوي چې د ۱۷ کلن ارسلان د قتل قضيه دې په جديت سره وڅېړل شي او له عاملانو سره دې يې له نيول کېدو وروسته د قانون په چوکاټ کې قانوني او جدي چلند وشي.
له دې سره پوليسو خبر ورکړی چې د ارسلان مسيدن د وژلو په قضيه کې يې ښکېل پوليس نيولی دی او پرې د جرم ثابتېدو په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.