Home » افغانستان » کراچۍ کې د پاکستاني پوليسو له لوري د يوه ځوان وژنې خلک پارولي

کراچۍ کې د پاکستاني پوليسو له لوري د يوه ځوان وژنې خلک پارولي

پاکستاني پوليسو د مارچ په ۱۴مه خبر ورکړی و چې د عملياتو په ترڅ کې يې يو کس چې له ترهګرو سره يې اړيکې لرلې وژلی دی.

خو له دې يوه ورځ وروسته پوليسو اعلان وکړ چې وژل شوی ځوانان ترهګر نه، بلکې عادي کس و. دې کار په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او عامو خلکو توند غبرګونونو را پورته کړي دي.

وژل شوی ځوان اسماعېل اکاخېل نومېږي او پلار يې رسنيو ته ويلي چې نوموړي د کالي ګنډلو په يوه فابرېکه کار کاوه او کورته د بېرته راګرځېدو پرمهال پرې پوليسو ډزې کړي دي.

له دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او عامو خلکو په کراچۍ کې پرلت پيل کړی او له حکومت غواړي چې د اسماعېل اکاخېل قاتلان ونيسي او سزا دې ورکړي.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نور‌الله ترين رسنيو ته ويلي، د اعتراض پرمهال د پوليسو له لوري ورسره زور زياتی شوی او نه پوهېږي چې د عدالت غوښتنې په موخه د چا دروازه وټکوي؟

له دې سره په کراچۍ کې پوليسو بيا خبر ورکړی چې ياده قضيه څېړي او په کې دخيل کسان به ژر تر ژره مالوم او قانوني چلند به ورسره وشي.

له دې وړاندې هم پاکستاني پوليسو په يوه او بل نوم پښتانه ځوانان په ډزو وژلي او له د نيولو ژمنې خلاف يې قاتلان اوس هم خلاصې تڼۍ ګرځي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...