Home » سیمه او نړی » کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله د اور وژنې څلور کارکوونکي مړه شوي

کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله د اور وژنې څلور کارکوونکي مړه شوي


د پاکستان د پولیسو چارواکو نن اعلان وکړ چې، په کراچۍ کې د جامو د یوې کارخونې دننه اورلګېدنه کې د اطفایې څلور کارکوونکي مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نه‌دی معلوم.

د لګېدلي اور له کبله د دغې کارخونې ودانۍ هم ورانه شوې ده.

پولیسو ویلي، د اطفایې کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې د فابریکې د ودانۍ تر خښتو، خاورو لاندې شول.

ویل کېږي، اور داسې سیمه کې بل شوی چې شاوخوا یې نورې ډېرې کارخونې هم شته.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...