د پاکستان په سند ايالت کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين، د جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر نور غړي له دې امله پر جرم تورن بللي، چې د پاکستان پوځ او امنيتي ځواکونو پر وړاندې يې توهينوونکې خبرې کړي دي.
پاکستاني رسنيو د محکمې په حواله زياته کړې، منظور احمد پښتين، محسن داوړ، علي وزير، محمد شفيع، هدايتالله پښتين هغه کسان دي چې د تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال د ډيسمبر په ۶مه يې په کراچۍ کې د پراخې اعتراضيه غونډې پرمهال، د پاکستان د پوځ خلاف څرګندونې کړې او دغه راز يې د پاکستان دولت پر ضد د خلکو د پارولو هڅه هم کړې ده.
د راپورونو له مخې د يادې قضيې له څېړلو وروسته څاروالانو خپل راپور له محکمې سره شريک کړی او محکمې د همدې راپور پر بنسټ ياد کسان د پوځ خلاف پر خبرو او د خلکو پر پارولو تورن کړي دي.
د محکمې مشر لارښوونه کړې چې په ياده قضيه کې د تورنو کسانو تر نيول کېدو او د مسئلې تر سپينېدو پورې دې يې دوسيه په محکمه کې وساتل شي.
تر اوسه د منظور احمد پښتين، محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړو د نيول کېدو په تړاو محکمي حکم نه دی ورکړی.
د پاکستان حکومت تل د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران په يوه او بل نوم تورن کړي او زنداني کړې يې دي. د دغه غورځنګ مخکښ غړی علي وزير د کراچۍ په همدې غونډه کې د خبرو له امله د پاکستاني ځواکونو له لوري له نيول کېدو وروسته لا هم بندي دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د نوموړي د خلاصون په اړه په پښتونخوا، بلوچستان، افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لاريونونه وکړل خو لا هم نه دی خوشی شوی.