Home » افغانستان » محکمې له لوري قاضي طاهر ته د عمر قيد سزا له غبرګونونو سره مخ ده

محکمې له لوري قاضي طاهر ته د عمر قيد سزا له غبرګونونو سره مخ ده

په کراچې کې ايالتي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ملا قاضي طاهر ته د عمر قيد سزا اورولې ده. پر نوموړي د پاکستان حکومت له لوري تور پورې دی چې د دولت خلاف يې په يوه اعتراض کې برخه لرله.

دې پرېکړې د قبايلو په شمول په پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د بشري حقونو د مدافعينو غبرګونونه راپورته کړي دي.

په خواله رسنيو کې د پښتون ژغورځنګ او د بشري حقونو مدافعينو د محکمې پر دې پرېکړه توندې نېوکې کړي او دا يې د بشري حقونو خلاف ظالمانه پرېکړه بللې ده.

دوی په خواله رسنيو کې د يادې پرېکړې پر ضد د يوه کمپاين په چلولو سره، د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د قاضي طاهر په اړه شوې پرېکړه بېرته واخلي او نوموړی ژر تر ژره خوشی کړي.

بل خوا، له پښتونخوا څخه د مدافع وکيلانو يو پلاوی اسلام‌اباد ته روان شوی، څو په ستره محکمه کې د کراچۍ محکمې پرېکړه وننګوي او د قاضي طاهر اړه د حقيقي قضاوت پر بنسټ پرېکړه وشي.

قاضي طاهر وروسته له هغې چې کراچۍ محکمې يې په اړه پرېکړه واوروله، د محاکمې پرمهال د پاکستاني پوليسو لوري نيول شو او دامهال په کراچۍ کې زنداني دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...