Home » افغانستان » کرام الدین کریم د تل لپاره د فوټبال فعالیتونو څخه منع شو

کرام الدین کریم د تل لپاره د فوټبال فعالیتونو څخه منع شو

د ورزش د حکمیت محکمې په فوټبال کې له حضوره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم دایمي محرومیت تأیید کړ.

دې محکمې پرون وویل، کریم د ښځينه ورزشکارانو پر وړاندې وحشتناکه اقدامات کړي دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون اخلاقي کمېټې، فیفا، د تېر کال په جون میاشت کې پر کریم تور پورې کړ چې په فرانسه کې يې د نړیوال جام سیالیو پر مهال د فوټبال ښځینه لوبغاړې په جنسي توګه ځورولي او دی یې یو میلیون ډالره جریمه کړ.

ګارډين ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د سرچینو له قوله راپور ورکړی وو چې کریم د فوټبال پر یوې ښځینه لوبغاړې تر جنسي تېري وروسته، هغه او کورنۍ يې د چپ نه‌پاتې کېدو په صورت کې په مرګ تهدید کړي ول.

کریم دا تورونه بې‌بنسټه بللي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم دا تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې د فوټبال ځیني ښځينه لوبغاړو د ناخوښۍ پر اساس تورونه پورې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...