د ا.ا مسوولانو په کاپیسا کې د یو کس لخوا په شخصي لګښت د یو ښوونځي د جوړولو خبر ورکړی دی.
د کاپیسا د پوهنې وزارت مشر، محمد فرید حقاني ویلي، چې د خالد بن ولید په نامه دا ښوونځی (پنجشنبې، د وږي ۲۲مه) د نجراب ولسوالۍ په «اهنگران» کلي کې ګټه اخیستلو ته وسپارل شو.
دغه ښوونځی شپږ ټولګي یوه اداره او لازم امکانات لري ویل کېږي چې د دې ښوونځي ټول لګښت څه باندې یو میلیون افغانی شوی دی.
د ویلو ده چې څه وخت مخکې په غزني کې هم یو کس په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی و.