Home » افغانستان » کانګرس ته له افغانستان څخه د امریکا د وتلو کافي اسناد نه دي ورکړل شوي

کانګرس ته له افغانستان څخه د امریکا د وتلو کافي اسناد نه دي ورکړل شوي

د امریکا په کانګرس کې جمهوريت غوښتونکي غړي د بهرنیو چارو وزیر ته ګواښ کړی چې که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پارلمان ته وضاحت ورنه کړي، کانګرس ته یې سپکاوی کړی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي مک کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته ګواښ کړی چې که د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو اړوند د پټو اسنادو په اړه پارلمان ته حاضر نه‌شي، نو دا کار به یې کانګرس ته سپکاوی وګڼل شي.

په یوه لیک کې چې پرون خپور شو، د کانګرس دغه مهم غړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې تر اوسه ورکړل شوي معلومات کافي نه‌دي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې څه ډول امریکايي پوځیان شل میاشتې مخکې له افغانستانه ووتل او د بهرنیو چارو وزیر ته د دغه لیک لېږل به د ولسمشر بایډن حکومت تر فشار لاندې راولي.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ادعا کوي چې د بهرنیو چارو وزارت د دې اسنادو په چمتو کولو کې خپل قانوني تعهد ماتوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...