د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال پینځه اړخیزو لوبو په درېیمه لوبه کې له نیوزیلنډ سره مخ کېږي.
دا لوبه نن (چهارشنبې، د وږي ۱۴ مه) د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ د ټایلنډ په بانکوک ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان ملي لوبډلې پرون د کانټیننټال پینځه اړخیزه لومړۍ لوبه کې پنځه پر څلور ګواتمالا ته ماتې ورکړه.
د فوټسال ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې څلور پر درې د کوېټ لخوا ماتې وخوړله.
د کانټیننټال پینځه اړخیزه لوبې چې په ټایلنډ کې د ترسره کېدو په حال کې دي او په دې لوبو کې د افغانستان، ټایلنډ (کوربه)، ګواتمالا، نیوزیلنډ او کوېټ لوبډلې ګډون کوي.
دا لوبې نړیوال جام ته د لوبډلو د چمتوالي په موخه ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سږ کال د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې لوبېږي.