Home » افغانستان » کانټیننټال لوبې؛ د فوټسال ملي لوبډله نن له کوېټ سره مخ کېږي

کانټیننټال لوبې؛ د فوټسال ملي لوبډله نن له کوېټ سره مخ کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال پینځه اړخیزو لوبو په دویمه لوبه کې له کوېټ سره مخ کېږي.

دا لوبه نن (سې شنبې، د وږي ۱۳مه) د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ د ټایلنډ په بانکوک ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان ملي لوبډلې پرون د کانټیننټال پینځه اړخیزه لومړۍ لوبه کې پنځه پر څلور ګواتمالا ته ماتې ورکړه.

په تېره لوبه کې لومړی ګولکیپر، محمدجواد صفري ټپي شو، له همدې امله په نننۍ لوبه کې نشته.

د کانټیننټال پینځه اړخیزه لوبې په ټایلنډ کې د ترسره کېدو په حال کې دي او د افغانستان، ټایلنډ (کوربه)، ګواتمالا، نیوزیلنډ او کوېټ لوبډلې په دغه لوبو کې ګډون کوي.

دا لوبې نړیوال جام ته د لوبډلو د چمتوالي په موخه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سږ کال د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې لوبېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...