Home » افغانستان » کانټیننټال لوبې؛ د فوټسال ملي لوبډله نن له ګواټمالا سره مخ کېږي

کانټیننټال لوبې؛ د فوټسال ملي لوبډله نن له ګواټمالا سره مخ کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال پینځه اړخیزو لوبو په لومړۍلوبه کې له ګواټمالا سره مخ کېږي.

دا لوبه نن (دوشنبې، د وږي ۱۲مه) د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ د ټایلنډ په بانکوک ښار کې ترسره کېږي.

ګواټمالا په خپله لومړنۍ لوبه کې درې پر دوه کوېټ ته ماتې ورکړه او درې امتیازه دی.

د کانټیننټال پینځه اړخیزه لوبې په ټایلنډ کې د ترسره کېدو په حال کې دي او د افغانستان، ټایلنډ(کوربه)، ګواتمالا، نیوزیلنډ او کوېټ لوبډلې په دغه لوبو کې ګډون کوي.

دا لوبې نړیوال جام ته د لوبډلو د چمتوالي په موخه ترسره کېږي.

تر یادو لوبو مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لا زیات چمتوالي لپاره په ایران او ټایلنډ کې د خپل مربي د لارښوونو سره سم تمریني اردوګانې ترسره کړې وې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...