د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وایي د سیمې هېوادونه دې د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي.
عبدالعزیز کاملوف په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
کاملوف په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.
نوموړي ویلي دوی له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانستان سولې ته نږدې کوي او په خبره یې د افغانستان په اړه په دوحه، استانبول او یا بل هېواد کې د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی کوي.
کاملوف همدا راز ویلي چې له طالبانو غواړي څو د سولې خبرو ته حاضر شي او په خبره یې په دې برخه کې کوربه توب ته هم تیار دي.