د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د متحده ایالاتو د ټاکنو لپاره د ډیموکراټانو نوماندې کامالا هریس، په فیلاډلفیا کې په خپله وروستۍ وینا کې د اسراییلو او غزې ترمنځ د جګړې په پایته رسولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې اسراییل نه باید بیا د غزې تړانګه ونیسي.
د رویټرز د راپور له مخې اغلې هریس( سه شنبې، د وږي ۲۷مه) د تورو پوستو ورځپاڼې لیکونکو د ملي انجمن د غړو په منځ کې په غزه کې د اوربند په اړتیاو او په منځني ختیځ کې د ثبات رامنځته کولو لپاره د دواړو هېوادونو په حللارو ټینګار کړی دی.
هغې د خبریال په ځواب کې ویلي دي: «موږ واضح خپل ځانته ویلي چې دا هوکړه باید د ټولې سیمې په ګټه و اوسي.»
دا په داسې حال کې ده چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو پر اساس د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل څخه تراوسه څه باندې ۴۱زره فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۹۵زره نور ټپیان شوي دي.
همدازار د۲۰۲۴ د نوامبر ۵مې د ټاکنو نږېوالي ته دواړه نوماندان هریس او ټرامپ هڅه کوي چې د د رایو ورکولو لپاره د تور پوستانو د ملاتړ تر لاسه کړي، ځکه چې د دې ډلې رایې په کلیدي ایالتونو لکه پنسیلوانیا او جورجیا کې د ټاکنو په پایله ډېره اغېزه لري.