Home » سیمه او نړی » کامالا هريس د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې منلې

کامالا هريس د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې منلې

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کامالا هریس د ټرمپ پر وړاندې خپله ماتې منلې ده.

هریس خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته (چهارشنبې، د لړم۱۶مه) د ټیلفوني خبرو له لارې او په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې دا څرګندونې کړي دي.

مېرمن هریس ټرمپ ته په ټیلفوني خبرو کې هغه ته مبارکي ویلې او سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ په بېرته ورتګ کې د مرستې وړاندیز ورته کړی دی.

ورته مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د ټیلفون له لارې، په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او هغه ته یې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې چې ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...