Home » افغانستان » کال کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او ۴ نيول شوي دي

کال کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او ۴ نيول شوي دي

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په خپل ټوېټر کې بېګاه شپه ناوخته د (چنګاښ په ۱۶مه) خبر ورکړی، چې د کابل ښار په (سه صدوپانزده) فامیلي سيمه کې امنيتي ځواکونو د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات کړي دي.

نوموړي داعش خوارج بللي او زياته کړې يې ده په يادو ترسره شوو عملياتو کې د داعش ډلې ۲ غړي وژل شوي او ۴ نور نيول شوي دي.

د مجاهد په خبره، په دې عملیاتو کې يوه اندازه چاودیدونکي توکي او نور تخریبي وسايل هم د امنيتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي.

نوموړي دا هم ويلي، چې د داعش ډلې وژل شوو او نيول شوو غړو په کابل کې د تخریبي اعمالو اراده درلوده او زياته کړې يې ده، وړاندې له دې چې پر عمل لاس پورې کړې، د علماتو په وسيله يې پلان شنډ شو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...