د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن د کابل پر وخت د شپې ۹:۰۰بجې له تاجیکستانۍ لوبډلې سره مخ کېږي.
د دې لوبو په A ډله کې افغانستان، تاجکستان او قرقزستان سره هم ډلې دي.
افغانستان او تاجکستان وکولی شو په مخکنیو لوبو کې قرقزستان ته ماتې ورکړي او تاجکستان د ډېرو ګولونو په ترسره کولو سره مخکې شو.
د هېواد ملي لوبډله هغه وخت وروستي پړاو ته لاره پیدا کولی شي چې کوربه لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړي، خو تاجکستان د مساوي کېدو په صورت کې هم کولی شي د لوبو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړي.
د کافا لوبو په B ګروپ کې ایران، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلې هم ډلې دي او د دې لوبډلې لومړۍ لوبډله د ایران لوبډله ده.