Home » افغانستان » کابل کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي
رویداد خبري آژانس

کابل کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د یاد وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، نهمې، لسمې، یوولسمې او نولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د وسایطو د پلېټ نمبرونو د غلا، لواطت او شکونې په تړاو او همدارنګه د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه څلور میله تفنګچې هم ترلاسه شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...