د کابل امنیه قومندانۍ په کابل ښار کې د لرغونو اثارو له یوه پلورنځي څخه د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګاڼو د غلا په تور یوه ښځه نیولې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، چې دا قضیه تر څېړنې لاندې ده او د دې مېرمنې په واسطه غلا شوي زیورات بېرته خپل څښتن ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دريو کلونو کې په هېواد کې د غلا په پېښو کې د کموالي سربېره رسنيو په ښار او بازار کې د ښځو د غلا ګڼې پېښې ثبت کړې دي.
4m