د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، د امنيتي ځواکونو له لوري د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې پر کاج ښوونيز مرکز، وزير محمد اکبرخان جومات او د نورو هغو تروريستي بريدونو عاملان وژل شوي، چې عام ملکي افغانان يې قرباني شوي.
نوموړي نن شنبه د (تلې په ۳۰مه) خپل توېټر کې په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې او په کې يې ليکلي، چې بېګاه شپه د کابل اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د داعش ډلې پر يوه پټنځي ځانګړي عمليات شوي او په ترڅ کې يې د يادې ډلې ۶ غړي وژل شوي دي.
مجاهد زياته کړې، چې د عملياتو په پيل کې د داعش دوه مهم غړي ژوندي ونيول شول او له هغې وروسته د کشفي مالوماتو پر بنسټ، د يادې ډلې پټنځی کشف شو چې د نوموړي په خبره پرې د عملياتو پرمهال په پټنځي کې موجود وسلهوال له پښو وغورځول شول.
ذبيحالله مجاهد دغه راز خبر ورکړی، چې د يادو عملياتو پرمهال د امنيتي ځواکونو يو غړی وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.
په کابل کې دا عمليات داسې مهال ترسره کېږي، چې له دې وړاندې سرپرست حکومت تل په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو فزيکي موجوديت رد کړی دی.
که څه هم د کابل په سويل کې پر کاج ښوونيز مرکز له خونړي بريد يوه مياشت تېرېږي؛ خو تر اوسه د دې بريد مسووليت کومې ترهګرې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
له دې سره نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو مدافع بنسټونو له سرپرست حکومت غوښتي وو، چې پر کاج ښوونيز مرکز د بريد عاملان ونيسي او عدالت دې يې راکش کړي.