د کابل علاوالدين درې لارې په مربوطاتو کې د خليفه صېب پر جومات د پرونۍ (غويي ۹مې) چاودنې امله د مرګ ژوبلې شمېر له هغه څه زيات ښودل شوی، چې د رسمي سرچينو له لوري په ډاګه شوي.
د نوموړي جومات خطيب سېد فضل اقا رسنيو ته ويلي، چې په دې چاودنه کې له ۵۰ زيات کسان شهيدان شوي دي. نوموړي زياته کړې چې چاودنه زوروره او د عبادت کوونکو د تجمع پرمهال شوې ده.
بل پلو د کابل امنيې قومندانۍ په دې چاودنه کې د ۱۰ تنو د شهيدېدو او دغه راز د ۳۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې پېښې د رامنځته کېدو په تړاو د مسوولانو له لوري څېړنې دوام لري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه غندلې او پر ملکيانو او جوماتونو يې ورته بريدونه د پرديو دسيسه بللې ده. نوموړي ټينګار کړی چې د يادې د سيسې د شنډولو په موخه د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي پياوړتيا ته اړتيا ده.
يوناما او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ هم دغه بريد غندلی او ژر تر ژره يې د عاملانو د پيدا کولو غوښتنه کړې ده.