Home » افغانستان » کابل کې پر جومات د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمېر ۳۵ کسانو ته لوړ شوی

کابل کې پر جومات د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمېر ۳۵ کسانو ته لوړ شوی

کابل يو وار بيا په جومات کې پر لمونځ کوونکو د چاودنې شاهد و. دغه چاودنه پرون چهارشنبه د (زمري په ۲۶مه) د کابل په خېرخانې سيمه کې د صديقيه پر جومات په داسې حال کې شوې، چې ګڼ شمېر کسان په جومات کې په لمانځه ولاړ وو.

حکومتي چارواکو د بريد په تائيدولو سره که څه هم د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی هم کړی؛ خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې.

په کابل کې ايمرجنسي روغتون خپل ټوېټر کې ليکلي، د پېښې له ځايه ۲۷ کسان وروړل شوي، چې په کې ۵ ماشومان هم شامل دي. خو روېټرز خبري اژانس ته بيا د استخباراتو يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې په دې چاودنه کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زياته کړې يې ده چې ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.

الجزيرې ټلوېزيون بيا د حکومت يوه لوړپوړي چارواکو له قوله ويلي، چې په دې چاودنه کې تر دې مهاله ۲۰ تنه شهيدان شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد نن پنج‌شنبه په خپل ټوېټر کې دغه چاودنه غندلې او زياته کړې يې ده يې، چې عاملان به يې ونيول شي او د عمل په سزا ورسېږي.

د کابل خېرخانې مېنې په صديقيه جومات کې د پرونۍ چاودنې له امله د نوموړي جومات امام مولوي امير محمد کابلی هم د شهيد شوو کسانو په ډله کې دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...