Home » افغانستان » کابل کې پر جوماتونو د شوو بريدونو څو تنه عاملان وژل شوي

کابل کې پر جوماتونو د شوو بريدونو څو تنه عاملان وژل شوي

حکومت خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو پرون يک‌شنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲۲مه) د کابل بګرامیو په ولسوالۍ مربوطاتو کې د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات کړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د يادو عملیاتو په ترڅ کې د یوسف په نوم د داعش ډلې يو مهم قوماندان وژل شوی او د محمد اغا په نامه د دې ډلې بل مهم غړی ژوندی نيول شوی دی.

مجاهد زياته کړې، ياد کسان د داعش ډلې اړوند د هغه ګروپ مهم غړي دي چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې پر جوماتونو، خانقاوو او د برق پر پايو وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود.

په کابل کې داسې مهال د داعش ډلې پر مرکز عمليات ترسره کېږي، چې امنيتي ځواکونو دوې ورځې وړاندې د تخار په تالقان ښار کې هم د يادې ډلې پر يوه مرکز عمليات کړي وو.

حکومت ويلي چې په تالقان ښار کې يې هم د يادو ترسره شوو عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې څو مهم او کليدي غړي وژلي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...