د افغانيو پر وړاندې د امريکايي ډالر نزولي حالت په ترڅ کې چې له پرون چهارشنبې راهيسې پيل شوی، نن پنجشنبه د (لېندۍ په ۲۵مه) يو ډالر د ۹۴ افغانيو په مقابل کې تبادله شو.
له پرون راهيسې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت نزولي حالت غوره کړی او په مراتبو يې ارزښت راښکته شوی دی. د افغانيو پر وړاندې د ارزښت په سعودي حالت کې يو ډالر د ۱۲۹ افغانيو په مقابل کې تبادله شو.
له دې سره تازه د کابل ښاروالۍ هم خبر ورکړی چې په دغه ښار کې يې د وچې ډوډۍ پورته کړې بيه بېرته ښکته کړې ده. د ښاروالۍ د چارواکو په خبره دامهال د يوې وچې ډوډۍ بيه له ۱۵ افغانيو څخه ۱۰ او د يوې جوړهيي وچې ډوډۍ بيه يې له ۳۰ بېرته ۲۰ افغانيو ته ښکته کړې ده.
اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې د نرخونو د کنټرول په صورت کې د لومړنيو توکو بيې بېرته خپل تېر حالت ته ور وګرځول شي.