Home » افغانستان » کابل کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د جوړولو کار پیل شو

کابل کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د جوړولو کار پیل شو

د ا.ا د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د کابل ښاروالۍ د خیرخانې د کوتل سړک د دویمې برخې، تر قصبې پورې د چهاراهي شهید د لومړۍ برخې او تر ګمرک پورې د هوايي ډګر سړک د جوړولو چارې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړې دي.

د دې دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغو پروژو کار (شنبه، د ثور ۸مه) د ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر په حضور کې پیل شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د خیرخانې کوتل دویم سړک د ۲ کیلو متر ۵۲۰ متره په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په پلنوالي سره د ۳۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

دغه راز تر قصبې د چهاراهي شهید سړک د یو کیلومتر ۸۹۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ متره په پلنوالي سره د ۱۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

د ا.ا د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تر ګمرک پورې د هوايي ډګر سړک د ٤٠٧ ميليونه افغانيو په لګښت د دوه کيلومتره ٧٩٤ مترو په اوږدوالي او ٦٠ متره په پلنوالي سره جوړېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...