کابل ښار کې بېګاه دوشنبه د شپې د (لړم په ۳۰مه) چاودنه شوې. د کابل امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد خبري اژانس ته ياده چاودنه تائيد کړې ده.
نوموړي رويداد ته په رالېږلي پيغام کې ويلي، چې ياده چاودنه د کابل ښار ۴مې امنيتي حوزې اړوند په دریم پروان سیمه کې پر کرولا ډوله موټر کې شوې ده.
ځدراڼ زيات کړې، چې د چاودنې په ترڅ کې کرولا موټر اور اخیستی او په کې سپاره ۲ تنه وژل شوي دي. نوموړي که څه هم د چاودنې د څرنګوالي په اړه د څېړنو يادونه کړې؛ خو تر اوسه يې تازه جزيات نه دي خپاره کړي.
ځدراڼ ويلي، د کابل امنيه قومندانۍ څېړونکي او تخنيکي ټيمونه هڅه کوي، چې د چاودنې علت او څرنګوالي د مالومولو ترڅنګ دا هم مالومه کړي، چې په موټر کې سپاره کسان څوک او د کوم ځای دي؟