Home » افغانستان » کابل کې د ځينو خصوصي تفريحي پارکونو مالکان خپل پارکونه بندوي

کابل کې د ځينو خصوصي تفريحي پارکونو مالکان خپل پارکونه بندوي

په داسې حال کې چې د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د وروستۍ پرېکړې له مخې ښځې او نجونې تفريحي پارکونو ته له تګ منعه شوي، خو تازه په کابل کې د ځينو خصوصي پارکونو مالکانو د ټولو خلکو پر مخ د خپلو پارکونو د تړلو پرېکړه کړې ده.

يوې سرچينې رويداد خبري اژانس ته ويلي، چې په کابل کې د پارک نور، پارک داوود او د حبيب‌الله ځاځي پارک هغه پارکونه دي، چې د سېل کوونکو پر مخ ښايي په نږدې راتلونکي کې وتړل شي.

د حبيب‌الله ځاځي پارک معاون حبيب جان ځاځي له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې د خپل پارک د احتمالي تړلو مسئله تائيد کړې او ويلي يې دي، چې په اوسنيو شرايطو کې نه شي کولی خپل لګښتونه پوره کړي.

نوموړی زياتوي، تفريحي پارکونو ته د ښځو پر ورتګ له بنديز سره د حبيب‌الله ځاځي پارک ته د ورتلونکو سېلګرو شمېر کم شوی او دې کار د دوی پر ګټه وټه منفي اغېز کړی دی.

د حبيب جان ځاځي په خبره، دې ټولو مواردو ته په پام سره نه شي کولی چې د پارک تخنيکي او عادي لګښتونه پوره کړي. نوموړی زياتوي چې له همدې کبله يې په راتلونکو څو ورځو کې د ټولو خلکو پر مخ د پارک د احتمالي بندولو پرېکړه کړې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي بيا د خصوصي تفريحي پارکونو احتمالي بندېدل د اقتصاد پر زيان بولي او ټينګار کوي، چې حکومت دې پر پانګوالو د فشار زياتولو پر ځای دوی ته د لا زياتې پانګونې شرايط برابر کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...