د کابل ښار درېيمې امنيتي حوزې اړوند دهمزنګ سيمه کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۶ عامو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چاودنه پرون چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) ماسپښين مهال شاوخوا دوې بجې د افغانستان برېښنا شرکت ته نږدې په يوه هوټل کې شوې. د برېښنا شرکت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې چاودنې له امله د نوموړي شرکت يو شمېر کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دې شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې د خپلو هغو کارکوونکو کره شمېر نه دی ښودلی، چې د پرونۍ چاودنې له امله زيانمن شوي دي.
په همدې حال کې د کابل امنيې قومندانۍ هم تائيد کړې، چې چاودنه د درېيمې امنيتي حوزې اړوند دهمزنګ سيمې په يوه هوټل کې شوې ده. د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رسنيو ته ويلي، په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې چاودنې په ترڅ کې ۳ تنه عام کسان شهيدان شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
عام خلک ټينګار کوي، چې حکومت دې په کابل او ولايتونو کې د خلکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي او د ورته پېښو د تکرار مخه دې ونيسي.