د پاسپورټ عمومي رياست د مهالوېش پر بنسټ، ټاکل شوې چې نن دوشنبه په کابل کې له څو ورځني ځنډ وروسته د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پيل شي.
د پاسپورټ عمومي رياست مسوولان وايي، دغه ځنډ په تخنيکي وسايلو کې د سرسري ستونزو له امله رامنځته شوی و او نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) به، په کابل کې د پاسپورټ د وېش بېرته پيل شي.
د دوی په خبره، په ولايتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيلولو په موخه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې او زياتوي چې په بشپړه توګه د تخنيکي ستونزو له حل وروسته به، په ولايتونو کې هم ياده لړۍ پيل شي.
له دې سره د پاسپورټ عمومي رياست مسوولان هغه راپورونه چې ګواکې نوموړی رياست د پاسپورټ کتابچو له کمښت سره مخ دی، ردوي او وايي چې په دې برخه له هېڅ ډول کمښت او ستونزې سره مخ نه دي.