کابل کې د موټرو څلور حرفوي غله نیول شوي
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د موټرو څلور حرفوي غله نیولي دي.
امنیتي چارواکي وايي، یاد کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او په کابل ښار کې يې د موټر د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود.
د کورنیو چارو وزارت وايي، یادې ډلې تېره شپه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه کرولا ډوله موټر تر غلا وروسته غوښتل وتښتي، چې د پولیسو تر خبرېدو وروسته چټک اقدام ترسره شوی او په پایله کې يې د اولسمې حوزې په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د غلاو زیاتېدو په اړه شکایتونه زیات شوي دی.