په کابل کې د افغان کرکټ بورډ ادارې په نوښت د قوش تپې شل اوریزه سیالیو لیګ کې تر دې دمه د بند امیر لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې ده.
په دې لیګ کې پنځو لوبډلو لوبه کوله، چې په هغو کې سپین غر هغه لوبډلې د ۸ لوبو په کولو سره دوې لوبې ګټلې، یوه یې مساوي او ۵ یې بایلولې دي.
د قوش تپې شل اوریز لیګ کې د امو لوبډله هم له وړاندې تګ پاتې شوې، خو مس عینک لوبډله بیا د خپلو پاتو دوو سیالیو په ګټلو سره پایلوبې ته رسېدای شي.
له بلې خوا بوست لوبډله بیا د ۸ نومرو په لرلو سره د مس عینک لوبډلې د دواړه سیالیو د بایللو په صورت کې پایلوبې ته رسېدای شي.
د یادونې وړ ده چې د روان لیګ پایلوبه به د مې په ۱۳مه وشي.