د کابل ښار د څلورمې تعلیمي حوزې د سولې د انجونو لیسې د بنسټ ډبره پرون دوشنبې د لړم ۵ ( اکټوبر۲۶) د پوهنې وزارت د سرپرستې میرمن رنګینه حمیدي او ورسره مل پلاوي په شتون کې کېښودل شوه.
آغلې حمیدي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وویل:” د پوهنې کاروان زیاتو هڅو او جدي کار ته اړتیا لري او د هغه وخت را رسیدلی دی تر څو په هیواد کې د اسلامي او افغانې ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو معیارونو پر اساس د زده کړې لپاره د مناسبو امکاناتو پر برابرلو او د کیفیت د ودې په برخه کې ټول باید په جدي توګه په ګډه کار وکړو.”
د پوهنې وزارت سرپرستې دغه راز ویلي،چې د نن ورځې نجونې د سبا میندې دي او که د دوی لپاره غوره تعلیمي چاپیریال برابر شي ، زموږ راتلونکي نسلونه به خامخا باسواده او پرمختللی نسل شي.
ورته مهال د نجونو لپاره د سولې لیسه بنسټ ایښودونکي میرمن شبانه بسیج راسخ وویل: “دا په افغانستان کې د نجونو لپاره لومړنې څلورویشت ساعته ښوونځی ده، چې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړیږي او د ښځینه زده کونکو لپاره ټولې آسانتیاوې لري.”
نوموړې همدارنګه زیاته کړه چې د سولې د نجونو لیسه په دریو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه د ۴۸ میلیونه ۹۰۴ زرو او ۱۸۴ افغانیو په ارزښت جوړېږي او په کار اچول کیږي او د دې لیسې د جوړولو هدف د هیواد نجونو ته ښه روزنه ده په ځانګړي توګه هغه نجونې چې په لیرې پرتو او ناامنه سیمو کې ژوند کوي.
د راسخ په خبره، دغه لیسه مجهزه لیلیه، معیاري درسي صنفونه، کمپیوټر لب، لابراتوار، جومات او ټول تعلیمي آسانتیاوې لري.