په ايران کې له افغان کډوالو سره د زور زياتي وېډيوګانې او انځورونه چې له څو ورځو راهيسې په خواله رسنيو کې لاس په لاس کېږي، په افغانستان کې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوي او د ايران له دولت يې غوښتي چې په بېړه د دې کار مخه ونيسي.
خو تازه نن يکشنبه د (وري په ۲۱مه) په کابل کې د ايران سفارت خبرداری ورکړی، چې د يادو وېډيوګانو او انځورو په خپرولو سره د ايران او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابولو دسيسه روانه ده.
دې سفارت په خپله اعلاميه کې ويلي، په ايران کې د افغان وګړو د ځورولو په اړه خپرې شوې اوازې دروغ دي او په خواله رسنيو کې د اړيکو د خرابوالي په موخه په سيستماتيکه توګه خپرېږي.
په اعلاميه کې ويل شوي، يادې وېډيوګانې او انځورونه ځکه لاس په لاس کېږي چې افغانستان کې دننه د ايران په اړه ناسم ذهنيت او وېره رامنځته شي.
د ايران سفارت دا هڅې يوه فتنه بللې او ټينګار يې کړی چې د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو خرابولو اجازه به هېچا ته ورنه کړي.
ټولنيزو رسنيو کې داسې وېډيوګانې او انځورونه خپرېږي چې، په کې د ايراني پوليسو له لوري د افغان وګړو سپکاوی کېږي او ان په بې رحمۍ وهل کېږي.
بهرنيو چارو وزارت د عامو خلکو اعتراضونو ته په پام سره پرون شنبه په کابل کې د ايران سفارت چارواکي احضار کړي وو او په دې اړه يې خپل اعتراض ورته وړاندې کړی دی.