Home » افغانستان » کابل کې د امريکا پخواني سفير ط.البان د افغانستان په مديريت کې پاتې بللي

کابل کې د امريکا پخواني سفير ط.البان د افغانستان په مديريت کې پاتې بللي

په کابل کې د امريکا پخواني سفير رونالډ نيومن د ط.البانو واکمنۍ ته په اشارې سره ويلي، چې دا ډله په افغانستان کې د يوه موډرن دولت د مديريت کولو وړتيا نه لري.

نوموړي له امريکا غږ سره په مرکه کې چې بېګاه شپه خپره شوې ويلي، طالبان په لنډه موده کې بدلون نه شي کولی او نه هم د نوموړي په خبره د يوه دولت د رهبري او مديريت کولو وړتيا لري.

نيومن د خپلو خبرو پرمهال په افغانستان کې د ټول‌شموله دولت رامنځته کولو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، په واقعي توګه ټول‌شموله دولت هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې ټول افغانان و انګيري غږ يې اورېدل کېږي او د وينا ازادي لري.

نوموړي خبرداری ورکړی، که طالبان د ټول‌شموله دولت رامنځته کولو موضوع جدي ونه نيسي، نو پر وړاندې يې مشکلات او ان مقامت زياتېدای شي.

نيومن د طالبانو په مشرۍ د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل هم پېچلې موضوع بللې او ويلي يې دي، چې د ښځو او نجونو حقونو په شمول د مذهبي لږکيو حقونو رعايتول او له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرېکول هغه څه دي، چې نړيوالې ټولنې د طالبانو حکومت رسميت پېژندنې ته د عمده شرطونو په توګه وړاندې کړي.

خو د نوموړي په خبره، د رسميت پېژندنې پر لور د طالبانو عمل هېڅ نه ښکاري او برعکس په مخالف لوري روان دي.

نيومن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د مقامت په نوم وسله‌واله جبهه چې دا مهال د افغانستان سرپرست حکومت پر وړاندې جګړه کوي بريالۍ کېدای؟ وايي، هره وسله‌واله ډله د خونديتوب په موخه پټنځايونو ته اړتيا لري؛ داسې چې، د نوموړي په خبره لکه خپله طالبانو چې په پاکستان کې درلودل. نيومن زياتوي، دامهال په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګېدونکې ډلې ورته پټنځايونه نه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...