د کابل-جلالاباد پر لويه لار د درېيو ترافيکي پېښو په ترڅ کې ۱۴ تنو ته چې ډېری يې سوارلۍ دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار چارواکو هم يادې ترافيکي پېښې تائيد کړي او ويلي يې دي، چې ټولټال د يادو پېښو په پايله کې ۶تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
چارواکو د يادو ترافيکي پېښو لامل توند اورښت بللی دی. له دې سره له يو شمېر نورو ولايتونو هم د ورته ترافيکي پېښو له امله چې لامل يې اورښت ښودل شوی، د ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي.