Home » افغانستان » کابل امنيه قومنداني: د ۳ ښځو د وژلو په تړاو تورن کس نيول شوی

کابل امنيه قومنداني: د ۳ ښځو د وژلو په تړاو تورن کس نيول شوی

د کابل امنيه قومنداني وايي، امنيتي ځواکونو د ښار اوومې حوزې په جای رئيس سيمه کې د رامين په نام يو کس د ۳ ښځو د وژلو په تور نيولی دی.

د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، تورن کس ځان د وژل شوو ښځو د عملي موټروان ښودلی او د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې يې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

ځدراڼ زياته کړې چې له نيول شوي کس د لا زياتو مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه څېړنې اوس هم دوام لري.

تېره شپه د (سلواغې په ۱۹مه) د کابل ښار اوومې حوزې اړوند په جای رئيس سيمه کې درې ښځې د نامالومو کسانو له لوري وژل شوي. په وژل شوو ښځو کې يوه يې مور او پاتې دوې هغه يې لوڼې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...