د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، چې روسيې د ط.البانو په مشرۍ د افغانستان اوسني حکومت د رسميت پېژندنې په موخه خپل شرايط وار دمخه روښانه کړي او په دې برخه کې د امريکا او نورو هېوادونو پر پل نه روانېږي.
نوموړي د روسيې له (لومړي چينل) سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې روسيه به د افغانستان اوسنی حکومت د خپلو وړاندې کړو شرطونو په اډانه کې په رسميت وپېژني. کابلوف زياته کړې، چې په يادو شرطونو کې لومړی هغه يې د يوه ټولګډونه دولت رامنځته کول دي. داسې چې د نوموړي په خبره د افغانستان ټول اقشار يې په ايينه کې ځان وګوري.
ضمير کابلوف ويلي، چې په افغانستان کې د يوه ټولګډونه دولت رامنځته کول د دې سبب کېدای شي څو په راتلونکې کې د افغانستان اړوند نورو مهمو سياسي مسايلو ته لار هواره کړي.
اسلامي امارت هم له دې وړاندې تائيد کړې چې د روسيې په شمول د سيمې له يو شمېر هېوادونو سره ښې ډيپلوماټيکې اړيکې او په نړيواله کچه يې د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کړی دی.
که څه هم واک ته د اسلامي امارت د رسېدو نږدې لس مياشتې پوره کېږي، خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.