د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په يوه مقاله کې چې د نيزاويسيما ورځپاڼې له لوري خپره شوې، په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتيا له جريان خبر ورکړی.
نوموړي په ياده مقاله کې ليکلي، چې امريکا او برېتانيا عملا په افغانستان د خپل ملاتړ له لارې د داعش خراسان څانګه پياوړي کوي او په خبره يې له دې کار يې موخه دا ده، څو د منځنۍ اسيا پر هېوادونو فشار زيات کړي.
د کابلوف په خبره، امريکا او برېتانيا د دې لپاره د منځنۍ اسيا پر هېوادونو فشار راوړل غواړي، چې د روسيې له سياسي بلاک يې بېل کړي.
نوموړي له دې سره جوخت له افغانستان سره د روسيې سياسي مناسباتو د پراختيا خبر هم ورکړی دی.
ضمير کابلوف ويلي، روسيه په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له سرپرست حکومت سره له رسميت پېژندنې پرته د هر اړخيزو اړيکو د پراخولو په حال کې ده.
هغه زياته کړې، دامهال دواړه لوري د اړيکو پر پراخولو تمرکز کوي او زياتوي چې روسي لوری له افغانستان سره سوداګريزو همکاريو، اقتصادي او بشردوستانه مسايلو ته لومړيتوب ورکوي.
تر اوس د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو د کابلوف دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.