په کابل کې د يوې ښوونيزې موسسې په هڅو نن چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) يو شمېر ميرمنو د سولې نړيوالې ورځې له عنوان لاندې د ښځو او نجونو د حق غوښتنې په موخه غونډه ترسره کړه.
د يادې غونډې ګډونوال ټينګار کوي، چې افغانې نجونې او ښځې د شرعت په چوکاټ کې د خپلو حقه حقونو غوښتونکي دي او زياتوي چې حکومت دې هم د دوی حقونه ورکړي.
دوی وايي زدهکړې، ملکيت، واده او يو شمېر نور مسايل د اسلامي ارشاداتو له مخې د نجونو او ښځو مطلق حق دی او له همدې کبله دې حکومت داسې زمينه برابره کړي، چې ټولې افغان نجونې او ښځې خپلو حقونو ته برابر لاسرسی پيدا کړي.
د نور ښوونيزې موسسې له لوري دې رابلل شوو ښځو د غونډې له ادرسه يو ۱۰ مادهييز پرېکړهليک هم خپور کړ او په کې يې په ټولو برخو کې د ښځو پر ونډې او د دوی پر زدهکړو ټينګار کړی.
په ياد پرېکړهليک کې چې د جميلې عمرزۍ له لوري ولوستل شو ټينګا شوی، چې ښځې د افغانستان د ټولنې نيمايي برخه ده او اړتيا ده چې د يوه حقيت په توګه په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولري.
دوی په خپل پرېکړهليک کې پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې له شپږم ټولګي پورته دې د زدهکوونکو نجونو پر مخ ښوونځي ژر تر ژره پرانيزي.
په پرېکړهليک له مشرانو، پوهانو او روڼ اندو هم غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د هر ډول کرکې او بې اتفاقۍ له خورولو لاس په سر شي او د ملت د يوالي لپاره دې هڅې زياتې کړي.
يو کال وشو چې حکومت له شپږم ټولګي د پورته زدهکووکو نجونو پر مخ ښوونځي تړلي ساتلي دي. په ټول هېواد کې خلکو او په خپله نجونو د ښوونځيو بېرته پرانيسو په اړه غږ پورته کړی، خو حکومت پر دې سربېره هم دا موضوع له کلتور سره تړلې بولي.