د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د افغان سرپرست حکومت دریو سرپرست وزیرانو ورته ویلي چې مشرتابه یې پر ښځو د کاربندیز بېرته لرې کولو لپاره پر دویم فرمان کار کوي.
ایګلنډ ویلي، که ط البان پر ښځو د کار او پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیزونه لرې نه کړي، پر افغانستان به نړیوالې مرستې بندې شي. ایګلنډ ویلي د ط البانو مشرانو ورته ویلي چې دوی پر دویم فرمان کار کوي، د دغه فرمان له مخې به ښځو ته زدکړو اجازه هم ورکول کېږي او تر ټولو مهمه دا چې ښځې به بېرته کار ته ستنې شي.
ایګلنډ وايي، د ط البانو د اقتصاد، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او د بهرنیو چارو وزارتونو ورسره ژمنه کړې، چې ښځینه کارکوونکې به بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، دا چې د ښځو د کار بندیزونه په کندهار کې د ا.ا د مشرتابه له خوا راغلي، نو دی غواړي سبا چارشنبه کندهار ته ولاړ شي او هلته د عالمانو له شورا سره هم خبرې وکړي.