، ښایي کرونا وبا تر راتلونکو دوو کلونو پاتې او وروسته خپله لمن له نړۍ ورټوله کړي. د یاد سازمان رییس تدروس ادهانوم زیاته کړې، که څه هم د نړۍ اوسنۍ پراخې اړیکې به د یادې وبا د ډېر خپریدو لامل شي خو په وینا یې دوی د دغې وبا پراختیا مخنیوي لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې لري.
ادهانوم په ۱۹۱۸ میلادي کال کې په اسپانیا کې د زوکام ناروغۍ خپرېدو ته په اشارې ویلي چې اسپانیا کې خپاره شوي زوکام دوه کاله وخت ونیو څو له منځه لاړ شي خو په خبره یې، اوسنیو امکاناتو ته په کتو انسانان د دې جوګه دي چې کرونا وبا ته تر وخت مخکې هم ماتې ورکړي.
روغتیا سازمان وایي چې په سمه توګه د روغتیایي سپارښتنو عملي کېدل هم کولی شي د کرونا وبا عمر کم کړي.